اسلام آباد ۔16 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو سېكترې صباﺀ محسن رضا وئيلي دي د رېډيو پروګرامونو معيار ښه كولو له دې د نوي براډكاسټنګ ټېكنالوجي كارول باوري كړې شي۔ پروډيوسرز براډكاسټنګ انډسټري كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ دوئي بايد د پروډكشن معيار ترمخه نوې تصورات معرفي كړي۔ دې د ګل په ورځ د پاكستان براډكاسټنګ اكېډمي او د رېډيو هالېنډ ټرېننګ سنټر په ګډه پروډيوسرز كورس كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كولو۔ د دې كورس سرخط ”ملټی میډیا جرنلزم، خواتین کے حقوق کے تبدیل هوتے هوئے رجحانات” ؤ۔ په دې كورس كښې د بنګله دېش، بھوټان، نیپال، اردن، سری لنکا، وېت نام او پاکستان څخه رېډيو پروډيوسرز ګډون وكړو۔ دې ووئيل پاکستان كښې وګړي او كلي والو سيمو كښې اوسېدونكي نن هم اطلاعاتو ٬ تعليم او تفريح لپاره په رېډيو اعتماد كوي۔ دې هيله ولرله چې دې تربيتي كورس سره به زلمي پروډیوسرز نوې علوم او رېډیو پروډکشن تکنیکس كښې پوهه ترلاسه كړي۔ دې ووئيل پاكستان كښې ميډيا آزاده ده۔ د96 پرائیوېټ ټی وی چېنلو او 200 څخه د زيات اېف اېم رېډيو په موجودګۍ كښې د سركاري څانګې ميډيا اوس نوره اجاره داري په ځائې ساتلې نه شي۔ په دې مهال د براډكاسټنګ كارپورېشن ډي جي خورشيد ملك هيله څرګنده كړه چې د رېډیو پاکستان او رېډیو هالېنډ ترمينځھ د نزدې مرستې لړۍ به روانه وي او سباؤن كښې به هم په ګډه دا ډول هڅې كوي۔ پاکستان كښې د هالېنډ سفير جنیټی سېپن ووئيل زمونږ هېواد په يو شمېر څانګو كښې غوره پرمختګ كښې د پاكستان شريكوال دے۔ مونږ به د مېرمنو او بشري حقونو په څانګو كښې په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل هالېنډ به پاكستان ته د ??ېښ?? مسئلو حل له خپل كردار ترسره كوي
د رېډيو پروګرامونو معيار ښه كولو له دې د نوي براډكاسټنګ ټېكنالوجي كارول باوري كړې شي
مضمون کا ماخذ : رومن دولت