واشنګټن۔3اکتوبر(اے پی پی) په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان وئیلي دي چې د پاکستان په ګډون نور پرمختګ كوؤنكي هیوادونه د موسمياتي بدلون له اغېزو څخه د ځان بچ كولو جوګه جوړولو لپاره د امریکا اوږدمهاله عزم ته اړتیا ده۔ د پاکستان د سفارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ده دا څرګندونې د پاکستان او امريکا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټېنګېدو د 75مې کليزې د نمانځنې په مناسبت د پاکستان-امريکا پرېس اېسوسي اېشن دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل كوم هم هېواد د موسمياتي بدلون د رجحان نه محفوظ نه دے ٬ مونږ ټولو له به يو موټې كېدو سره د دې مخنيوې كول وي۔ په دې دستوره كښې پاكستاني او امريكائي خبريالانو ٬ د امريكا د خارجه څانګې عهدېدارانو او په امريكا كښې مېشته مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ پاكستاني سفير مسعود خان په پاكستان كښې دسېلاب د لاسه په رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان بشپړه رڼا واچوله۔ ده ووئيل د سېلاب دلاسه د يو كروړ كوچنيانو په شمول 3 كروړه 30 لكه وګړي بې كوره شوي دي او د هېواد په دريو كښې يوه برخه اوبو كښې ډوبه شوې ده۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه بېلې ناروغۍ رامخې ته كېږي او دا يوه بله تباهي ده۔ پاكستاني سفير د امريكائي حكومت ٬ كانګرېس ، نجی څانګې ، شتمندو حضراتو او نورو وګړو مننه وكړه كومو چې د پاكستان سېلاب ځپليو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره په انفرادي توګه د هغوي مرسته وكړه۔ ده د سېلاب ځپليو په مرسته كولو د پاكستان امريكا ورورولۍ هم مننه وكړه۔ د امريكا د خارجه څانګې د ایشیا پرېس اېنډ پبلک ډپلومېسی ډائرېكټر مولي سټېفن دستورې ته خپل خطاب كښې د خپل دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاك امريكا اړيكې له مضبوطې او ژورې جوړولو له به نورې هڅې هم كولې شي۔ پاکستانی سفیر مسعود خان په دې مهال ځينې نوموړو پاكستاني نژاد امريكائي وګړو ته په خپلو خپلو څانګو كښې د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې بېل ايوارډز وركړل۔ ده ووئيل امريكا كښې پاكستانۍ ميډيا د دواړو هېوادونو يو بل ته نزدې كولو او د يو بل د نقطه نظر غوره تفهيم لپاره مهم كردار ترسره كوي
د پاکستان پشمول نور پرمختګ كوؤنكي هیوادونه د موسمياتي بدلون اغېزو څخه د ځان ساتلو جوګه جوړولو لپاره د امریکا اوږدمهاله عزم ته اړتیا ده۔ مسعود خان
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ