اسلام آباد 29مئی(اے پی پی)وزي??اع??م محمد نواز شريف د روژې په مهال د برېښنا لوډشېډنګ د لږ نه لږ لوډشېدنك كولو احكا??ات جاري كړي دي ۔د ګل په ورځ د انرژۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وزي??اع??م محمد نواز شريف د لوډشېډنګ په موجوده شيډول خفګان ښكاره كړو ۔ده زور راوړو چې ټول لائن ډيپارټمنټ په ګرمۍ كښې اولس له زيات رېليف وركولو مقصد تر مخه فعال كړئ او د لږ نه لږ لوډشېډنګ كولو سوچ خپل كړئ۔وزي??اع??م ووئيل حكومت د برېښنا كمي په سوب د اولس د رامخې ته شويو مسئلو څخه خبر دے او تر هغه وخته به په آرام نه نه كېښنو تر څو چې اولس ته آسانۍ نه وي وركړې شوي ۔ د سخت صورتحالتر مخه وزي??اع??م د كابينه د توان كمېتۍ غونډه(نن)د نهې پھ ورځ بيا رابللې ده۔كمېټۍ ته وئېلي شوي چې په مارچ 2018 كښې به 9 زره 107 مېګاواټ زي??ته برېښنا په ټرانسمېشن سسټم كښې شامله كړی شي۔د اوبو او برېښنا سېكتر كمېټۍ ته بريفنګ وركولو كښې د كابينه د انرژۍ كمېټۍ د تېرو غونډو په پريكړو د پېشرفت٬اوسني لوډمنيجمنټ پلان٬سركلرډېټ٬راتلونكي توان پروژو څخه د برېښنا وېش او د ټرانسمېشن او پاور پلانټس كارولو په اړه تازه صورتحال وزي??اع??م خبر كړو۔كمېټۍ ته ووئيل شول بهكي او حوېلو بهادر شاه پلانټس ته د ټربائن څ?? د معمول تكنيكي مسئله رامخې ته شوې كومه چې د مينوفيكچ??نګ لخوا حل كولې شي۔وزي??اع??م سپارښتنه وكړه چې د مرمت كار دې زر تر زره بشپړ كړې شي۔غونډې ته وئېلې شوي چې د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزارت خاص كمېټۍ د روايتي ايندهن څخه په اېل اېن جي د منتقلولو لپاره په متوازن پروژه كار روان دے۔كمېټۍ ته وئېلې شوي د برېښنا پیداوار او د وېش نظام مانيټ??نګ كار په باقاعدګۍ سره روان دے او د 270 پروژو ھم څارنه روانه ده۔د چيف ايګزېكټو افسرانو او ډسكوز سره د آپرېشنل مسئلو حل لپاره باقاعده غونډه كېږي۔د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزير شاهد خاقان عباسي كمېټۍ خبر كړه چې د كراچۍ نه تر لاهور اېل اېن جي نوې ګاز ټرانسمېشن پائپ غزولې كېږي۔كمېټۍ د ګاز پائپ لائن په كار د اطمينان څرګندونه وكړه۔غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزير شاهد خاقان عباسي او د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف او نورو چارواكو ګډون كولو
وزيراعظم محمد نواز شريف د روژې په مهال د برېښنا د لږ نه لږ لوډشېډنګ كولو احكامات جاري وركړل٬د كمېټۍ غونډه(نن)بيا راغوښتلې شوه
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ