اسلام آباد 04 مئی (اے پی پی) د كيډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری وئيلي دي د تحریك انصاف مشرعمران خان منی ټریل نن ثابت شو ، بايد د عمران خان او جهانګیر ترین په ضد هم داسې کېس وچ??ول?? شي لګه څنګه چې د وزیراعظم په ضد چ??ول?? شوي، مونږ به د هغوي اصل مخ پھ ډاګه كوو، پاناما لیکس كښې په وزیراعظم بې بنسټه تورونه لګولې شوي، پاکستانیان دا پوښتنه كوي چې د احتجاج او دھرنو لپاره پېښې د كومه راغلې، عمران خان د نورو د لټون خبره كوي او پخپله پښې اوباسي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ پی آئی ډی كښې د اطلاعات او خپرونو پارلمانی سیکتر محسن شاہ نواز رانجھا او د قامی اسمبلۍ غړي دانیال عزیز سره خبرې کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل په پاناما لیکس كښې پھ وزیراعظم بې بنسټه تورونه لګولې شوي وو ، اوس کېس منطقی انجام ته رسيدلې ، د پاناما کېس پلټنو په مهال زمونږ پھ ضد درې ٬ درې عدالتونه لګيدل، عمران خان پھ ضد بايد هم هغسې كېس وچ??ول?? شي لكه څنګه چې د پاناما لیکس كښې د وزیراعظم په ضد مقدمه چ??ول?? شوي۔ ده ووئيل د عمران خان په ضد به د مقدمو پريكړې د قانون ترمخه كېږي۔ په دې مهال دانیال عزیز ووئيل د عمران خان او جهانګیر ترین د آف شور کمپنیو معامله عدالت كښې زیر سماعت ده، نن عدالت كښې د سماعت په مهال د ??ون?? لپاره د غیر ملکی فنډنګ په معامله تفصیلی خبره شوي ، عمران خان د خپل ??ون?? د غیر ملکی فنډنګ پھ اړه دروغ وائي، تحریك انصاف د امریکې پشمول بيلو هېوادونو كښې د غیر ملکی فنډنګ لپاره کمپنی جوړې كړي، د دغه فنډز جمع کولو مقصد سیاسی مقاصد لپاره كارول وو۔ ده ووئيل د عمران خان د غیر ملکی فنډنګ په اړه د امریکې د انصاف محکمې په ویب پاڼه هم تفصیلات شته، پی ټی آئی په دې معامله د تکلیف او خفګان ښكار دي۔ ده ووئيل عمران خان نیازی سروسز لمیټډ کمپنی د څو كالو راهسې د اولس څخه پټوي، د عمران خان درې نورې کمپنی هم شته كوم كښې چې د هغه خوياندې هم شراکت دار دي۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د خپل درې نسلونو احتساب وركړې هغه كومه استثنیٰ نه ده غوښتي خو د نورو د احتساب غږ پورته كونكي د خپل احتساب خبره ولي نه كوي۔ د اطلاعات او خپرونو پارلمانی سیکتر محسن شاہ نواز رانجھا ووئيل د پاکستان تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان عدالت كښې وئيلي وو چې كه زه صادق او امین نه يم نو زما دې هم احتساب وكړې شي ، اوس د هغه احتساب پيل شوے نو هغه په ټیکنیکل بنیادونو تښتي، ده ووئيل هغه د خپلې تلاشۍ په لمبر ولي تښتي ا د هغه د ځواب وركولو وخت راغلې، عمران خان دې ځواب وركړي ځكه چې قانون د ټولو لپاره يو دے
بايد د عمران خان او جهانګیر ترین په ضد هم داسې کېس وچلولې شي لګه څنګه چې د وزیراعظم په ضد چلولې شوي
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا