پينډۍ 28 فروري (اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه سره د چرچ آف انګلينډ مشر د کينټربري آرچ بشپ جسټن ويلبي او پاکستان كښې د برتانيې هائي کمشنر ډاکټر کرسچن ټرنر د ګل په ورځ جي ايچ کيو كښې ليدلې دي۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ، په مذهبي او د مذهبونو ترمينځه په غمغږۍ د خيالاتو څرګندونه شوې۔د آئي اېس پي آر له مخې آرمي چيف د مسيحي ورورولۍ د پاکستان په جوړيدو كښې کردار او پرمختګ لپاره خذمات وستائل۔ده په پاکستان كښې د مسيحي ورورولۍ د سيورې لاندې تعليم، صحت او اولسې ښېګړې په څانګو كښې د بيلو ادارو کردار هم وستائلو۔سرلښكر په خاص توګه د پاکستان د وسله والو ځواكونو د برخې په توګه د دوي د هېواد دفاع له د خذمات اعتراف وكړو۔ دغسې په دې مهال آرچ بشپ د ترهه ګرۍ مخنيوي او هېواد كښې د اقليتونو محفوظ ماحول وركولو كښې د پاك پوځ د هڅو اعتراف وكړو
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔