اسلام آباد۔9ستمبر (اے پی پی) پاكستان مقبوضه ??شمير كښی په لويه كچه د جنګي جرمونو ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو ٬ جعلي مقابلو ٬ جعلي فلېګ آپرېشنز او د مېرمنو بې حرمتۍ په اړه بشپړ ډوزيئر جاري كړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ د بشري حقونو وفاقي وزير شريں مزاري او د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف سره په ګډه خبري كنفرنس كښې په 131 پاڼو د مشتمل ډوزيئر تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل مونږ به د دې ډوزيئر د لارې بشپړه معلومات او اصل حقائق ګردې نړۍ ته ورسوؤ۔ مونږ د نړۍ تر ټولو د لوئې جمهوريت ادعا كوؤنكي هندي سركار اصلي څيره رامخې ته كولو پرېكړه كړې ده۔ هغه ووئيل نن ?? هندي پوځي محاصرې 769 ورځې شوې دي۔ كله چې سيد علي ګېلاني د ستمبر په اولنۍ نېټه په حق ورسېد نو د هغه د كور محاصره وكړې شوه۔ هغه د شپی په تياره كښې د هغه د وصيت برعكس دفن كړے شو۔ د تدفين حق نه هم محروم وساتلے شو۔ د هغه كورنۍ او خپلوانو ته جنازه كښې د ګډون اجازه ورنكړې شوه۔ نړيواله ميډيا مقبوضه ??شمير ته پرېښودلې نه شي۔ انسانيت دا ډول له مينځه وړول نامناسب دي ځكه نن مونږ د دې ډوزيئر رامخې ته كولو پرېكړه كړې ده۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل په 131 پاڼو د مشتمل دې ډوزیر درې بابونه دي۔ په اولني باب كښې جنګي جرمونه ٬ دويم كښې فالس فلېګ عمليات او درېم كښې د سلامتي كونسل د قراردادونو او ?? هند لخوا د مقبوضه ??شمير د جغرافيائي حېيثت بدلولو هڅو ذكر دے۔ هغه ووئيل دې كښې 113 حوالې موجود دي په كومو كښې چې 26 نړيوالې ميډيا او 41 حوالې ?? هند تھنك ټېنكس څخه اخستې شوي دي ٬ دې كښې د پاكستان يوازې 14 حوالې دي۔ دا يو د باور وړ دستاوېز جوړ كړے شوے دے۔ 3232 کېسونه د جنګي جرمونو په اړه دي۔ 1128 هغه وګړي په ګوته كړې شوي دي چې په كښې هندي مېجرجنرل، برېګېډیئر او نور مشرانو افسرانو ذكر شوي دي كوم چې د بشري حقونو له مينځه وړولو كښې نېغ په نېغه ككړ پاتے شوي دي۔ هغه ووئيل دې ډوزیئر كښې د مېرمنو د بې حرمتۍ ذكر هم موجود دے۔ د يو لاك نه زياتو د داسې املاك ذكر په كښې هم شوے كوم چې سوزولې شوي دي۔ دې سره سره د پاكستان بدنامولو له د فېك آپرېشنز ذكر هم دې دستاوېز كښې شوے دے۔ په دې كښې د كشميري اولس د سولييزو هڅو ترهګرۍ سره د تړلو هڅو هم ذكر شوے دے ۔ په دې موقعه خارجه وزارت كښې خبريالانو ته ?? هند سركار لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو وېډيو وښودلې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل اروپائي هېوادونه د بشري حقونو د علمبردار كېدو دعوی كوي خو مقبوضه ??شمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو او په كشميري اولس روانو ظلمونو خاموشه دي۔ هغه ووئيل د بشري حقونو تحفظ د نړيوالو ادارو ذمه واري ده۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې مقبوضه ??شمير كښې ?? هند لخوا د بشري حقونو په ضد د روانو سنګينو خلاف ورزيو او جنګي جرمونو نوټس واخلي او د دې تحقيقات دې وكړي۔ شاه محمود قرېشي په هند زور راوړلو سره ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او مقبوضه ??شمير ته رسائي ترلاسه كولو له دې نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو تنظيمونو ته اجازه وركړې شي۔ د كشمير شخ??ې حوالې سره د پاكستان د هڅو ذكر كولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د 5 اګست 2019 نه وروسته د كشمير مسئله په نړيواله كچه په فعاله ډول رامخې ته كړې شوه٬ د ملګرو ملتنو عمومي سېكتر او د امنيتي كونسل صدر د پاكستان خپلو دورو په مهال خپلو بيانونو كښې د كشمير حوالې سره د ملګرو ملتونو دريځ څو څو وارې ذكر كړو۔ د هیومن رائټس کونسل پرله پسې دوه رپورټس رامخې ته كول هم زيات مهم دي۔ دې سره سره د هاؤس آف کامنز په شمول په نړيوالو پارليمانونو كښې مقبوضه ??شمير كښې د بشري حقونو په روانو خلاف ورزيو خبرې شوې دي۔ د 5 اګست 2019 نه وروسته نړيوالې ميډيا مقبوضه ??شمير كښې روانو د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پلو د نړۍ پام راوګرځولو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل سوشل ميډيا هم په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل مونږ د پارليماني ډپلومېسي كارولو اراده وكړه ولې د كورونا بندېزونو دلاسه مو دا عملې نه كړې شوه۔ خارجه وزير ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ مونږ به دا ډوزیر ټولو مشنز او هر فورم ته لېږو او بشپړه او اصل حقائق به ټولې نړۍ ته رسوؤ۔ د بشري چارو وفاقي وزيرې شيريں مزاري ووئيل هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزۍ كوي خو د دې غندنه كولې نه شي۔ اروپائي هېوادونه په دوه مخيزه معيار عمل كوي۔ مقبوضه ??شمير كښې ?? هند د 5 اګست اقداماتو په اړه د اروپائي ائتلاف لخوا كوم بيان نه دے رامخے ته شوې۔ مونږ به د انصاف نړيوال عدالت څخه د جنګي جرمونو په اړه رائې اخستلو سره په نړيواله كچه ?? هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ به نورې هم پورته كړؤ۔ شیریں مزاری ووئيل ?? هند لخوا رېپ د جنګي وسلې په توګه وكارولې شو۔ پېلټ ګنز د ځناورو ښكار لپاره كارولې شي ولې هغه په هندوستان كښې د كوچنيانو په ضد كارولې شي۔ د قومي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف ووئيل نن صورتحال بدل شوے دے۔ نن څوك هم ?? هندوستان په جرمونو پرده اچونكې نشته۔ هغه ووئيل ?? هند پالېسۍ نه يوازې سيمې بلكې نړۍ لپاره د خطرې سبب ګرځېدې شي۔ د ای یو ډس انفولېب رپورټ رامخې ته كېدل ددې تبدي??ۍ عكاسي كوي۔ معید یوسف ووئيل مونږ چې تېر كال نومبر كښې كوم ډوزیئر وړاندې كړو په هغې كښې وركړې شوي معلومات او ?? هندي پراپېګنډې دستاوېزي ثبوتونه چا هم چېلنج نه كړل۔ هغه ووئيل دا ډوزیئر ارواښاد سید علی ګیلانی ته د عقيدت په توګه وړاندے كولے شي ولې چې د هغه ټول عمر هم په هڅو كښې تېر شو
پاكستان مقبوضه كشمير كښی په لويه كچه د جنګي جرمونو ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو ٬ جعلي مقابلو ٬ جعلي فلېګ آپرېشنز او د مېرمنو بې حرمتۍ په اړه بشپړ ډوزيئر جاري كړو
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores