اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی)امريكائي صدر جوبائيډن صدر عارف علوي ته د پاكستان ورځې مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان او امريكا همكاري د سيمه ايز امن او سوكالۍ په شريك مقصد اډانه ده۔ دا خبره هغه د پاكستان ورځې په موقع د صدر عارف علوي په نامه يو خط كښې وكړه۔ خط كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي او پاكستاني اولس ته مباركي وركړې شوې ده۔ صدر جو بائيډن ووئيل د پاكستان او امريكا همكاري د سيمه ايز امن او سوكالۍ په شريك مقصد اډانه ده۔ هغه ووئيل د ګډې په چېلنجونو كومو كښې چې افغانستان كښې د امن په ځائې كول ٬ كورونا وبا او ماحولياتي بدلون شامل دے٬ قابو موندلو له به دوه اړخيزه مرسته روانه ساتؤ۔ هغه ووئيل مونږ به پاكستان سره سباؤن كښې خپله همكاري لا مضبوطه جوړوو۔
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری